جدہ۔6اپریل (اے پی پی) په مقبوضه بېت المقدس كښې په مسجد اقصی د اسرائيلي ځواكونو د بريد څخه وروستو په رامخې ته شوې وضعه غور كولو له د عرب ليګ بېړنۍ غونډه راوبللې شوه په كومه كښې چې په مسجد اقصی د اسرائيلي بريدونو سخته غندنه وكړې شوه۔ د سعودي خبري اژانس له مخې اردن مصر او فلسطینی چارواكو سره په ګډه د تنظيم بېړنۍ غونډې رابللو خواست وكړو۔ د اردن خارجه وزارت وئيلي چې د عرب ليګ لخوا د اسرائيلي خلاف ورزيو مخنيوي له هڅې روانې دي۔ بيان كښې وئيلې شوي دي چې د دې ډول كارروائيو مقصد د مقبوضه بېت المقدس تاريخي او قانوني حېثيت بدلول دي۔