د خېبرپښتونخوا پشمول په ټول هېواد كښې د ډيجيټل سر شمېرې په اړه 95 فيصد كار بشپړ شو

پېښور 05 اپریل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا پشمول په ټول هېواد كښې د ډيجيټل سر شمېرې په اړه 95 فيصد كار بشپړ شوے ۔ د پاكستان بيورو آف شماريات وياند اے پي پي سره په خبرو كښې وئېلي دي د خېبرپښتونخوا پشمول په ټول هېواد كښې د ډيجيټل سر شمېرې كار آخري پړاؤ ته داخل شو۔ده ووئيل تراوسه خېبرپښتونخوا او پنجاب كښې 95 فيصد كار بشپړ شوے ۔ده ووئيل په سندھ كښې 92 فيصد ٬اسلام آباد كښې 75 فيصد او بلوچستان كښې 62 فيصد كار بشپړ شوے ۔وياند ووئيل د ډيجيټل سر شمېرې په آخري نېټه كښې تر 10 اپرېل پراختيا شوې دغسې چې د قامي كمپائن په مهال هر كس رجسټرېشن وكړے شي۔وياند په اولس كښې شعور بېدارولو لپاره د سول سوسائټۍ او مېډيا مرسته هم ستائېلې ده