نړيواله ورورولۍ دې په فلسطين كښې د اسرائيلي او كشمير كښې د هندي روان ظلم او زياتي نوټس واخلي٬ سيد محمود شاه

اسلام آباد۔5اپریل (اے پی پی) د جمعیت علماﺀ اسلام (ف) غړي سید محمود شاه وئیلي دي چې نړیواله ټولنه باید په فلسطین کښې د اسراییلو او په کشمیر کښې د هند د ظلمونو نوټس واخلي۔ د شورؤ په ورځ په قوم اسمبلۍ كښې د خپلو څرګندونو په مهال ده ووئيل چې اسراییلو په فلسطین کښې په لمونځ ګزارو بريد وكړو چې په نتيجه كښې يۍ يو شمېر فلسطيني وګړي ژوبل شول٬ مونږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې اسراییل له داسې ناوړه اقداماتو څخه منع كړي۔ ده ووئيل په دې مقدسه مياشت كښې هند په كشميري اولس او اسرائيل په فلسطيني اولس ظلم او زياتې كوي ٬ نړيواله ورورولۍ بايد د دې نوټس واخلي۔