د اېبټ آباد ډسټركټ ايمرجنسي افسر ناڅاپي د رېسكيو كنټرول روم دوره وكړه

اېبټ آباد 04 اپرېل(اے پی پی) د اېبټ آباد ډسټركټ ايمرجنسي افسر عارف خټك ناڅاپي د رېسكيو كنټرول روم دوره كړی او د رېسكيو اهلكارو ډسپلن٬كاركردګي او حاضري ئې كتلې ده۔د اېبټ آباد رېسكيو 1122 وياند له مخې د كنټرول روم دورې په موقع ډسټركټ ايمرجنسي افسر عارف خټك پخپله كنټرول روم ته راتلونكې كالز واورېدل ۔ده د رېسكيو اهلكارو كاركردګي وستائېله او د لا ښه والي احكامات يې جاري كړل۔په دې موقع ايمرجنسي افسر فهد علي مسعود هم هغه سره ملګرے ؤ