ګلګت 04 اپرېل(اے پی پی)د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی خالد خورشيد د سېلاب او بارانونو څخه په ځپليو سيمو كښې د بحالۍ په كارونو كښې په تاخير د سختې ناخوښۍ او خشم څرګندونه كړې ده ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سېلاب څخه ځپليو سيمو د ايمرجنسي له مخې د بحالۍ په اړه د اعلٰی كچ غونډې په موقع كړې۔ده د جي بي ډي اېم اے او ټولو اړوندو سېكرټريز ته هدايت كړے چې د سېلاب او بارانونو نه پس د ايمرجنسي له مخې تانګير٬غذر او سكردو ځپليو سيمو بحالۍ لپاره د كار پېل كولو ښكاره هدايات باوجود په ځينو ځايونو د بحالۍ كار پېل شوے نه دے او په ځينو ځايونو د بحالۍ هلې ځلې قلار شوي ۔خالد خورشيد ووئيل په ځپليو سيمو كښې د بحالۍ په كارونو كښې بېغوري كوونكي ملازمين د كوم رعايت مستحق نه دي٬دغسې د ځپليو سيمة سمدستي بحالي دې باوري كړی شي او په راتلونكو 12 ساعتونو كښې د سېلاب ځپليو سيمو ايمرجنسي له مخې د بحالۍ كارونو سمري اړوند فورم ته دې منظورۍ لپاره وړاندې كړې شي