د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی اعظم خان كوهاټ كښې د شرخوښو په ډزو د دوو پوليس اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه

پېښور 04 اپرېل(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی محمد اعظم خان كوهاټ كښې تېره ورځ د شرخوښو د ډزو د دوو پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كړې۔جاري شوي خپل بيان كښې وزيراعلٰی د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه ٬ ده ووئېل صوبائي حكومت د شهيدانو كورنۍ يواځې نه شي پرېښودلې او د دوې به بشپړه مرسته كولې شي۔ ده ووئېل پوليس صوبه كښې د امن او امان راوستو لپاره لازواله قربانۍ وركړي په كومو چې حكومت د او د صوبې اولس د پوليس ځواكونو قربانيو ته سلام كوي