پېښور ۔4اپرېل(اے پی پی) عوامي نېشنل ګوند د قومي اسمبلۍ څلور حلقو لپاره د امیدوارانو نامې اعلان کړی دی۔ د پيښور حلقه اېن اے 28 څخه به ثاقب خان څمکني ٬ اېن اے 28 څخه به ارباب زين، اېن اے 29 څخه به سيد عاقل شاه او اېن اے 31 څخه به حاجي غلام احمد بلور د اے اېن پي لخوا كانديد وي۔ دغسې سوات څخه به شېر شاه خان ٬ عاصم خان او مردان څخه به شېر افغان خان د اے اېن پي د كانديد په توګه ټول ټاكنو كښې برخه اخلي۔