اېبټ آباد-د وړيا اوړو وركولو په اړه د وګړو ډي سي سره ملاقات

اېبټ آباد 03اپریل (اے پی پی)د اېبټ آباد اېډېشنل ډپټي كمشنر جبريل د روژې خاص پیكج له مخې وګړو ته د وړيا اوړو وركولو په اړه د مسئلو معلومولو په حقله د وګړو پلاوي سره ملاقات كړے۔وګړو اېډېشنل ډپټي كمشنر ته ووئيل وړيا اوړو ترلاسه كولو كښې زيات عمر وګړي او مېرمنې ستونزو سره مخ دي۔اېډېشنل ډپټي كمشنر د پلاوي مسئلې واورېدلې او د دغې حل له ئې سمدستي هدايات جاري كړل