کراچۍ 03 اپریل (اے پي پي) د پاکستان پیپلز پارټي د ميرمنو څانګي مرکزی صدري او د سندھ اسمبلۍ غړې فریال تالپور د ګوند سېنېټر مولابخش چانډیو سره د هغه د ورور په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده۔د بلاول هاؤس میډیا سیل د اړخه جاري شوې بيان له مخې فریال تالپور د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ووئيل د هغه د ورور د مرګ په خبر اوريدو دړديدلي يم۔ دې دعا اوكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي