هرنائی۔ 2 اپرېل (اے پی پی) د بلوچستان عوامي پارټۍ صوبايي جنرل سيکرټري او د منصوبه بندۍ او پرمختګ سينئر صوبائي وزير حاجي نور محمد خان دمړ په کېچ کښې د پولې پورې غاړې څخه په ترسره شوي ترهګر بريد کښې د پاکستاني پوځ د عسکرو په شهادت د افسوس څرګندونه کړې ده۔ حاجي نورمحمد خان دمړ د پاکستان او ايران په سرحدي سيمه کېچ کښې د پاکستاني پوځ په پوځيانو د پروني بريد په کلکه غندنه وکړه او د ډزو په نتيجه کښې يې د څلورو امنيتي سرتېرو په شهادت خواشيني څرګنده کړه۔ ده شهيدانو لپاره د لوړو درجو ٬ ژوبل شويو د زر روغتيا او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔