د ريونيو صوبائي وزير د ترهګرو په ډزو د 4 اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه

ډېرہ مراد جمالی ۔ 02 اپرېل(اے پی پی) د ريونيو صوبائي وزير میر سکندر خان عمرانی په ضلع کېچ كښې په پاک ایران پوله پرته سيمه كښې د ايران د حدونو لخوا د معمول ګزمې په اهلكارو د ترھګرو د ډزو پېښې سخته غندنه كولو سره د 4 امنيتي اهلكارو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ ده دا پېښه د افسوس وړ ګرځولو سره غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه۔