پشاور۔1اپرېل(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د پېښور د مهمو شخصياتو پلاوي ملاقات وكړو۔ د تفصیلات له مخې په ملاقات كښې پلاوي په روغتونونو كښې د پالیسی بورډز او بورډ آف ګورنرز په ختمولو د ګورنر ٬ نګران وزير اعلی محمد اعظم خان او د صوبائي كابينې مننه وكړه۔ دوئي ووئيل كال 1947 څخه د صوبې روغتون د بې وزله اولس خذمت كوي بياهم د پخواني حكومت لخوا د اېم ټي آئي د لارې د صوبې روغتونونه بې وزله اولس لپاره عذاب جوړ كړے شوي۔ پلاوي ګورنر ته خواست وكړو چې نګران وزيراعلی او صوبائي كابينه دې روغتونونه هغسې اولس ته آسانۍ رسوؤنكي جوړولو له ګامونه پورته كړي څنګه چې يۍ اېم ټي آئي څخه وړاندې وركولې۔ په پلاوي كښی سجاد علی(سابق صدر چیمبر) طاهر خان، میان خان، د صوبائي اسمبلۍ پخواني غړي عطیف الرحمن، خالد وقار چمکنی، ډاکټرمسعود الرحمن او نور شامل وو۔ وروستو ګورنر سره چترال څخه د صوبائي اسمبلۍ پخوانو غړو مولانا عبدالرحمن او د مولانا هدایت اللہ په شمول ياسين خليل ٬ راجه ګل او نورو هم ملاقات وكړو او ده سره يۍ په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔