چيف جسټس پشاور هائي كورټ مسرت هلالي د خپل منصب سوګند پورته كړو

پېښور ۔1اپرېل(اے پی پی) چیف جسټس پشاور هائیکورټ جسټس مسرت هلالی په ګورنر هاؤس پېښور كښې د خپل منصب سوګند پورته كړو۔ د سوګند پورته كولو په دستوره كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي جسټس مسرت هلالی څخه د چيف جسټس پشاور هائي كورټ په حېث سوګند واخست۔ ګورنر چیف جسټس پشاور هائیکورټ ته د نوې ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركولو سره دې لپاره د نېكو هيله څرګندونه وكړه۔ په دستوره كښې د پشاور هائیکورټ ججانو ٬ وكيلانو ٬ صوبائي وزيرانو ٬ آئی جی پولیس اختر حیات خان ، د قانون سېكتر مسعود او نورو اړوندو شخصياتو ګډون وكړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د پاكستان په عدالتي تاريخ كښې جسټس مسرت هلالی اولنۍ مېرمن جج ده كومه چې د چیف جسټس پشاور هائیکورټ په منصب تعينات كړې شوې ده۔ د پشاور هائیکورټ لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې هغه به د اپرېل اولنۍ نېټې څخه خپلې ذمه وارۍ سنبال كړي۔ دې څخه وړاندې جسټس روح الامین يوې ورځې لپاره د چیف جسټس په منصب تعينات پاتے شو۔ هغه په 31 مارچ د چيف جسټس په منصب تعينات شو او د اپرېل په لومړۍ نېټه ريټائرډ شو۔ مسرت هلالی د جسټس روح الامین څخه وروستو د پشاور هائیکورټ تر ټولو سينئر جج ده۔ دا به د اپرېل لومړۍ نېټې څخه د لنډ مهال چیف جسټس په توګه تر هغه وخت كار كوي تر كومې چې د جوډیشل کمېشن آف پاکستان لخوا د باقاعده چيف جسټس د تعينات كولو عمل بشپړ شوے نه وي۔