مصري نژاد رنا عبد الحميد په امريكا كښې په لاؤډ سپيكر د اذان كولو منظوري ترلاسه كړه

واشنګټن۔1اپرېل(اے پی پی) مصری نژاد امریکائي کاروباری او فعاله كاركن رنا عبد الحميد اعلان كړے دے چې هغه د امريكائي رياست نیویارک په سټوريا ښار كښې د لاؤډ سپیکر د لارې د اذان كولو منظوري ترلاسه كړې ده۔ د سعودی ابلاغ ذريعو له مخې رانا بد الحميد ووئيل چې تر ټولو وړاندې مونږ د نيويارك په نورو ښارونو كښې د موجوده جوماتونو انتظاميې سره خبره وكړه او هغوي څخه مو پوښتنه وكړه چې آيا هغوي په لاؤډ سپيكر اذان كولې شي يا نه؟ په دې معلومه شوه چې كوم هم جومات په دې اړه كومه اجازه نه لري او ټولو جوماتونو كښې د لاؤډ سپيكر نه غېر اذان كېږي۔ دغې څخه وروستو ما د اجازت نامې ترلاسه كولو هڅه پېل كړه۔ د اجازت نامې په ترلاسه كېدو رنا عبد الحميد په خپل فېس بك پېج په دې پرېكړه د زياتې خوشحالۍ څرګندونه كولو سره دا يوه تاريخي پرېكړه ګرځولې ده۔