پيښور ٬ مسيحي كورنۍ كلمه وئيلو سره اسلام قبول كړو

پېښور۔ 01 اپریل (اے پی پی) د پېښور چمكنۍ سيمې په ناصر پور كلي كښې پېنډۍ څخه راغلې مسيحي كورنۍ كلمه وئيلو سره اسلام قبول كړو۔ د چمکنۍ په ناصر پور سيمه كښې مسيحي كورنۍ د پولیس کانسټبل سید عامر شبیر په توسط سره په جومات كښې د امام مسجد په لاس كلمه وئيلو سره اسلام قبول كړو۔ كلمه طيبه وئيلو څخه وروستو نوي مسلمان شوي ووئيل د اسلام په قبولولو مې روح ته زيات سكون ترلاسه شوے دے۔ د اسلام قبلولو دستوره د سيمې په جومات كښې وشوه په كومه كښې چې ګڼ شمېر ځائي خلقو ګډون وكړو۔ په دې موقعه دوئي ته د اسلام قبولولو مباركي هم وركړې شوه ٬ دوئي ته د ګلونې څېرې واچولې شوې او دوئي لپاره د استقامت دعا وغوښتلې شوه۔