اندوز 31 مارچ (اے پي پي)هند كښې د مدهيه پردېش رياست په اندور ښار كښې په يو مندر كښې د يو چت پريوتو له امله په پېښه كښې د مړو كسانو شمېره 35 ته رسېدلې٬يو كس تراوسه بې دركه دے۔د كشمير مېډيا سروس له مخې يو افسر ووئيل د زيارت په ورځ د بليشور مهاديو ښار په جهولي لال مندر كښې د رام نومي تهوار په لړ كښې د يو پروګرام په مهال په يو پخواني كوهي د بره جوړ كړے سليب راپريوتے چې له امله يې ګڼ شمېر كسان كوهي ته پريوتل۔د اندور ضلعې مجسټرېټ ډاكټر الياراجاټي د مندر دورې په مهال ابلاغ ذريعو ته ووئيل د رېسكيو عملياتو بشپړېدو ته نزدې دي او تراوسه د كوهيې څخه 35 مړي راويستلې شوي دي