د پېښور هائیکورټ چیف جسټس د خپلي چوكۍ سوګند پورته كړو

پېښور 31 مارچ (اے پي پي) د پېښور هائیکورټ چیف جسټس جسټس روح الامین خان ګورنر هاوس پېښور كښې د خپلي چوكۍ سوګند پورته كړو۔د سوګند پورته كولو دستوره كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی د جسټس روح الامین خان څخه د پېښور هائیکورټ چیف جسټس چوكۍ سوګند واخست،د خېبرپښتونخوا ګورنر د پېښور هائیکورټ چیف جسټس له په نوي ذمه وارو مبارکي وركړه او هغه لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه،دستوره كښې د پېښور هائیکورټ ججان ، وکيلان ، چیف سیکرټری خېبر پښتونخوا ندیم اسلم چوهدری، آئی جی پولیس اختر حیات خان او نګران صوبائی وزيرانو ګډون وكړو۔