د وزیراعظم صلاحكار او د پی ایم ایل این صوبائی صدر انجینئر امیرمقام سره صوبائی لارښود عظمت خان ملاقات

پېښور 31 مارچ (اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن) صوبائی لارښود عظمت خان تيره ورځ د وزیراعظم صلاحكار او پی ایم ایل این صوبائی صدر انجینئر امیرمقام سره د هغه په كور كښې ليلدي دي۔د ملاقات په مهال تحصیل متھرا كښې ضمنی ټاكنو پشمول د اوړو وېشلو په مسئله او پی کے 66 كښې د نوې فیډر په بشپړول خبري اتري وشوي۔په دې موقع د وزیر اعظم صلاحكار انجینئر امیرمقام باور وركړو چې تحصیل متھرا كښې به د اوړو ترسیل او نوې فیډر بشپړولو او شغالی بالا او پایان كښې د ګاز کنکش پشمول د ټولو مسئلو حل كولو له بشپړه مرسته كولې شي۔ عظمت خان پی کے 66 د ګوند تنظیم او اولس د اړخه په سمدستي نوټس اخستلو د امیرمقام مننه وكړه۔