ټوکیو 31 مارچ (اے پي پي) د جاپان خارجه وزير یوشی ماسا هیاشی به 3 نه تر 6 اپریل بلجیئم كښې د ناټو غړو هېوادونو خارجه وزيرانو سره ملاقات كوي۔د روس خبر رسني ادارې له مخې د جاپان خارجه وزارت د جمعي په ورځ جاری شوې بيان كښې وئيلي چې خارجه وزير د خپل همڅنګو سره په ملاقات كښې د ټوکیو او ناټو ترمينځه مرستي لا قوي كولو خوښي لري او د ملاقات په مهال به د یوکرین په صورتحال او دې سره سره د يو آزاد بحر هند۔بحرالکاهل سيمي تصور په نفاذ هم خبري اتري كولې شي۔دې نه ځانله د جاپان خارجه وزير به په 4 اپریل جی7 تجارتی وزيرانو آن لائن غونډه كوي۔