نوې ډيلے 31 مارچ (اے پي پي) د هند مدھیا پردیش ریاست كښې مذهبی ميلي په مهال د كوهي چھت پريوتو په نتيجه كښې 35 هندو یاتریان كوهي ته پريوتلو سره مړه شوې دي۔د امریکې ورځپاڼي نیویارك ټائمز د ځائې چارواكو په اړه ووئيل دا پېښه تيره ورځ ریاست مدھیه پردیش اندور ښار شری بالیشور مهادیو مندر كښې هغه مهال رامخې ته شوي كله چې هلته ګڼ شمير وګړي مذهبی رسومات ترسره كولو له راجمع شوې ؤ۔ وئيلي كېږي چې په مندر كښې په يو كوهيي لینټر اچولو سره فرش جوړ شوې ؤ كوم چې د زيات دباؤ په وجه پريوتې۔ رپورټ كښې وئيلي شوې چې د پېښي اطلاع ترلاسه كيدو سره ریسکیو ورکرز د مرستي کارروائی پيل كړې دي او 14 كسان ئې د كوهيي څخه راوېستلي دي دغسې د نورو كسانو راوېستلو لپاره د كوهي څخه اوبه راوېستلي كېږي۔