د ھنډراس صدر به ډېر زر د چين دوره وكړي

ټيګوسي ګالپا 30 مارچ (اے پی پی)د تائيوان سره د اړيكو منقطع كېدو نه پس د مينځنې امريكې هنډراس صدر زيومارا كاسټرو به ډېر زر د چين دوره وكړي۔د برتانيې خبري ادارې له مخې دا خبره د هنډراس خارجه وزارت تېره ورځ په يو ټوېټ كښې كړې۔د دورې اعلان د چين لخوا د هنډراس سره د سفارتي اړيكو جوړېدو او د هنډراس لخوا د تائيوان سره د څو لسيزو پخوانو اړيكو منقطع كولو نه پس شوے