المان د یوکرین لپاره د 12 اربه یورو د پوځی مرستې منظوري وركړه

برلن۔30مارچ (اے پی پی): المان د یوکرین لپاره د 12 اربه یورو (13.1 ارب ډالر) د لا پوځي مرستې منظوري وركړې ده ۔ د برطانېی خبر رسنې ادارې تر مخه د المان دفاع وزارت او د خارجه په درخواست وفاقي پارلیمان جرمن بنډس ټیګ بجټ کمیټۍ یوکرین لپاره د مرستې په توګه د 12 ارب یورو پوځي امداد په وركولو اتفاق کړے ، په دې اضافي فنډنګ كښې په 2023 كښې تقسیم کړي 3.2 ارب یورو او 2024 او 2032 تر مينځه مودې له د پور سهولت شامل دے كوم چې به يوكرېن نيغ په نيغه وسله اغستلې شي ۔