واشنګټن ۔30مارچ (اے پی پی)د امریکې کانګریس خارجه وزير انټوني بلنکن د افغانستان څخه د وتلو په اړه د خفیه دستاویز په حقله بیان قلم بند کولو لپاره غوښتے دے ۔د تركيه خبر رسنې ادارې تر مخه د امریکې ایوان نمائندګان د خارجه اړيكو کمیټۍ چیئرمین مائیکل میکول په بلنکن زور راورے چې د افغانستان نه د امریکې وتلو نه وړاندې هلته خدمات تر سره كوونكو د امریکې سفارت کارو د خفیه بریفنګ نوټ “صورتحال بدتر كېږي ” په اړه بیان قلم بند کړي ۔ د جو بائیډن انتظامیې د افغانستان نه د وتلو تحقیقات کونكې کمیټۍ چیئرمین میک کاول بلنکن ته وئېلې دي چې کمیټې دې په جولائي 2021 كښې افغانستان كښې د تعینات سفارت کارو د اړخه سټیټ ډپارټمنټ ته د لېږلي شوي خفیه دستاویز په اړه خېر كړي۔ده ووئېل مونږ د دې تنقیدي دستاویز كتلو لپاره په ښه نیت کوششیں کړے، خو د بلنکن د اړخه د دغې د جواب نه په انکار كولو د كمېټۍ چیئرمین په حېث ماته د هغه راغوښتل راپغاړه شول۔