د مکه نه مدینې ته د تلونكې ټرین د روژې په مهال تګ راتګ زيات کړے شو

ریاض ۔30مارچ (اے پی پی):سعودي عرب كښې د مکه نه مدینې منورې ته د تلونكې راتلونكې ټرین په روژه كښې تګ راتګ 100 وارې كړے شو ۔ د سعودي خبررسنې ادارې تر مخه د دې ټرین د تګ راتګ زياتولو مقصد ضیوف الرحمن ته زیاتې اسانۍ وركول دي ۔ياد دې وي د روژې په مهال په حرمین ایکسپریس ټرین د سفر کوونكو زائرینو شمېره زياتېږي او حرمین ټرین پخپلو سټیشنو اودرېږي او ځي او په زړه پورې خدمات تر سره كوي۔