د خېبر پښتونخوا نګران وزیراعلی لکی مروت كښې د پولیس په ګاړی او په پولیس سټیشن د ترهه ګرۍ بريد غندنه وكړه

پېښور 30 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا نګران وزیراعلی محمد اعظم خان په لکی مروت كښې د پولیس په ګاړي په شوي چاؤدنه غندنه كولو سره په پېښه كښې د يو ډی اېس پی پشمول د څلورو پولیس اهلکارو په شهادت غمرازي ښكاره كړې ده۔ د زيارت په ورځ په خپل يو بيان كښې نګران وزیراعلی د شهيدانو د كورنيو سره د يووالي څرګندونه كړي او د شهيدانو لوړو درجو لپاره ئې دعا اوكړه۔ نګران وزیراعلیٰ ووئيل صوبائی حکومت به د شهيدانو كورنۍ يواځي نه پرېږدي،د شهيدانو د كورنيو به هر ممکن معاونت کولې شي۔ده ووئيل صوبه كښې امن او امان په خاطر خېبر پښتونخوا پولیس قربانۍ وركړې دي، صوبائی حکومت او د صوبې اولس د پولیس شهيدانو قربانیو ته سلام كوي۔وزیراعلی په لکی مروت كښې صدر پولیس اسټیشن د ترهه كرۍ بريد غندنه كولو سره د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه۔