کوئټه 30 مارچ (اے پي پي) د اطلاعاتو صوبائی صلاحكار مټھا خان کاکړ د کوئټي پریس کلب په ټاكنو كښې جرنلسټ پینل له په کامیابۍ مبارکي وركړې ده۔ صوبائی صلاحكار ووئيل پرېس کلب غړو په نوي ټاكلې شوي عهدیدارو چې د كوم باور څرګندونه كړي د هغې پوره كولو له دې ټول صلاحیتونه وكاروي،نوي ټاكلې شوي کابینه به د خبريالانو مسئلو حل كولو له په زړه پوري کردار ترسره كړي۔ده ووئيل حکومت به د صحافت آزادی په هر صورت كښې باوري كوي۔