پېښور 29 مارچ (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ايمرجنسي رېسكيو سروس رېسكيو 1122 ډائرېكټر آپرېشن اينډ كوآرډينېشن ډاكټر محمد اياز خان په خېبرپښتونخوا ټيچنګ هسپتال كښې د داخل شوي ژوبل اهلكار اسد تپوس پوښتنه كړې ۔ژوبل شوے رېسكيو اهلكار اسد تېره شپه د نامعلومه كسانو په ډزو سخت ژوبل شوے ؤ ٬ډاكټر محمد اياز خان د روغتون انتظاميې ته د ژوبل شوي اهلكار اسد د ښه علاج او هغه ته د آسانيو وركولو هدايت كړے۔دغسې ده د اهلكار زر روغتيا لپاره د نيكو خواهشاتو خرګندونه هم وكړه۔