انقره 29 مارچ (اے پی پی)د تركيې صدارتي اميدوارو فهرست جاري كړے شوے ۔د تركيې خبري اژانس له مخې د تركيې سپريم الېكشن كمېشن(وائے اېس كے)د مئي په 14مه نېټه د كېدونكو صدارتي ټاكنو لپاره د كانديدانو فهرست سركاري ګزټ كښې خپور كړے ۔د كانديدانو فهرست د حروف تهجي په ترتيب سره خپور كړے شوے چې پكښې كمال کلیچ دارو اولو٬مهمت انجے٬رجب طيب اردوان او د سينان اوعان نامې شاملې دي۔