كوئټه 29 مارچ (اے پی پی)د بلوچستان په بولان رند علي بازار كښې د ليويز ګاډي سره نزدې د چاودنې له امله د ليويز يو انوسټيګېشن افسر ژوبل شوے۔د پوليس له مخې د شورو په ورځ د بولان رند علي بازار كښې د ليويز ګاډي سره نزدې ناڅاپي ريموټ كنټرول چاودنه وشوه چې په نتيجه كښې يې د ليويز يو انوسټيګېشن افسر ژوبل شو٬د چاودنې له امله ګاډي ته جزوي زيان رسېدلے ۔پوليس او امنيتي ځواكونه په اطلاع ترلاسه كېدو د پیښې ځاے ته رسېدلې او ژوبل شوے افسر ئې د ډهاډر سول روغتون ته منتقل كړے۔پوليس له مخې چاودېدونكي توكي په يو موټرسائيكل كښې په ځاے كړے شوي وو۔