د ګرمۍ موسم ممكنه هیټ ویو ترمخه د چمتوالي نيولو په لړ كښې صوبو ته ضروري هدایات جاري كړے شوي۔شیری رحمٰن ټویټ

اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) د ماحولياتي بدلون وفاقی وزیري سېنېټري شیری رحمٰن وئيلي دي د ګرمۍ موسم كښې د ممكنه هیټ ویو ترمخه د چمتوالي نيولو په لړ كښې صوبو ته ضروري هدایات جاري كړے شوي۔د ګل په ورځ خپل يو ټويټ كښې دي ووئيل ټولو صوبو ته د هیټ ویو په اړه تفصیلی رهنما اصول وركړر شوي۔۔په دې لړ كښې ټولو صوبو څخه وړاندېزونه هم ترلاسه كړے شوي۔دي ووئيل ضلعي او صوبائي چارواكو په دې لړ كښې خپلې هڅې شروع كړې دي