مونږ پي ټي آئي بيا حكومت كولو ته نه پرېږدو۔مولانا اسعد محمود د پارليمان شريكې غونډې ته وېنا

اسلام آباد 27مارچ (اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير مولانا اسعد محمود وئېلي دي مونږ پي ټي آئي بيا حكومت كولو ته نه پرېږدو٬د آئي اېم اېف سره موجوده صورتحال د پي ټي آئي اقداماتو له امله رامخې ته شوے٬عمران خان زمان پارك كښې د ګرفتارۍ څخه بچ كېدو لپاره كاركنان او مېرمنې ډهال كړي۔د ګل په ورځ د پارليمان شريكې غونډې ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل د پي ټي آئي غړو په ايوان كښې د عمران خان لپاره خير غوښتلو٬د عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريك كاميابېدو نه پس دا حكومت راغلے۔ده ووئيل په كال 2016 كښې منتخب وزيراعظم كور ته لېږلے شوے٬عدالتي پريكړه مونږ ټولو تسليم كړی٬نن هم ټول قام دغې پريكړی سره اختلاف لري۔ ده ووئېل دا اتحادي حكومت د نوې ټول ټاكنو په لړ ګښې الېكشن كمېشن ته تللے او بيا سپريم كورټ ته خو څه ونه شول۔وفاقي وزير ووئيل معاشي او سياسي بحران پېدا كوونكے كردارونه ټول پېژني۔ده ووئيل چې كله د پي ټي آئي حكومت ختم شو او د امريكې د سازش بيانيه رامخې ته كړې شوه او اسمبلۍ ماتې كړې شوې او صدر مملكت ته ايډوائس ولېږلے شو په كوم چې هغه عمل وكړو۔بيا سپريم كورټ پارليمان ته حق وركړو٬دا مهال پكار وو چې د سپيكر٬وزيراعظم او صدر په ضد آرټيكل 6 لګولے شوے وو خو دغسې ونه كړے شول۔مولانا اسعد محمود ووئيل زمونږ د اتحاد جوړولو مقصد په هېواد كښې سپيځلې او پاكې ټاكنې كول وو٬مونږ د ټاكنو كميسون او سپريم كورټ په حدود كښې مداخلت نه كوو٬ټاكنې كول د الېكشن كمېشن او انصاف وركول د عدالت كار دے۔ده ووئيل پي ټي آئي ته پته ده چې په راتلونكو ټاكنو كښې به هغوي سره څه كېږي۔د 75 كلونو په مهال د هېواد مجموعي قرض 25 زره اربه روپۍ ؤ كوم چې په څلورو كلونو كښې تر 50 زره اربه روپو رسولے شوے ۔ ده ووئېل مونږ به خپله كاركردګي هم قام ته ښائيو۔ده ووئيل چې كله بېنظير بهټو شهيده كړی شوه٬د پارليمان غړي شهيد كړے شول نو په دې د بشري حقونو تنظيمونو غږ ولې نه ؤ پورته كړے ٬ قاديانيانو او اسرائيل پلوي تنظيمونه د عمران خان لپاره غږ پورته كوي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې 75 زره پاكستانيانو د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي٬د هغوي لپاره غږ پورته نه كړے شو٬سېلاب ځپلي د مسئلو ښكار وو٬مونږ د هغوي مرسته كوله٬هغه به په اېف نائن پارك كښې ډانسونه او مجرې كولې۔ده ووئيل د سياستمدارو پشمول ټولو له به د خپل كردار سره دا پريكړه كول وي چې نړيوال ايجنټ به په هېواد كښې چلېدو ته پرې نه ږدو۔ ده ووئېل زلمے خليل زاد د سي آئي اے ايجنټ دے او د يهودي كاز لپاره كار كوي۔ګريك مرے د برتانيې يهودي دے دا ټول د عمران خان په غم غمجن دي٬د دې نه زمونږ د هغې ادعا تصديق كېږي چې دا نړيوال ايجنټ دے۔وفاقي وزير ووئيل پي ټي آئي د وفاق٬پنجاب٬خېبرپښتونخوا٬آزاد جمو كشمير٬ګلګت بلتستان او د اسرائيل او امريكې ملاتړ باوجود د خپل وزيراعظم چوكۍ بچ نه كړې شوه۔ده ووئيل عمران خان د چين او سعودي عرب پشمول د دوست هېوادونو باور ته زيان رسولے او مونږ د هغې باور بحالۍ لپاره هڅې كوو