د سېنېټ د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ قائمه كميټۍ غونډه

اسلام آباد۔27مارچ(اے پی پی) د سېنېټ د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ قائمه كمېټۍ په متفقه توګه ” د قرآن پاک د اشاعت (بدلون) بل 2022 منظوری وركړې۔ د قرآن پاک پاڼو په صحيح ډول تيارول ٬ په غېر معياري كاغذ د دې چاپ كولو مخنيوي كول ٬ غلطو څخه پاك پرنټنګ باوري كول٬ د اشاعت او ريكارډنګ كار لپاره قرآن بورډ جوړول د دې بل برخه ده۔ د كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔ غونډه كښې سېنېټرز انور لال دین، بهرامند خان تنګی، مولوی فیض محمد او سېنېټر نصیب اللہ بازئی ګډون وكړو۔ په دې موقعه د وزارت، سی سی آئی او اړوندو څانګو اعلی چارواكي هم موجود وو۔ په دې بل كښې دي چې د قرآن پاک د عربی متن به په ورځپاڼو ٬ فلېکسز، کارډز، هېنډ بلز، بروشر یا په ډسپوزایبل فارم ج چاپ كولو اجازه وركولې نه شي٬ يوازې د دې ترجمه به د ضرورت له مخې پرنټ كولے شي۔ كمېټۍ هدايت وكړو چې د قرآن پاك تقدس سره په اړوندو قوانينو به سختۍ سره عمل باوري كولې شي۔ قائمه کمېټی د اسلامی نظریاتی کونسل د قوانینو عملي كول باوري كولو هم هدايت وكړو۔ د کونسل آف اسلامک آئیډیالوجی ډي جي كمېټۍ ته بريفنګ وركړو چې د قرآن پاک او د دې د آيات حفاظت او تقدس لپاره په ټولو قوانينو عمل كېږي او د دې خلاف ورزي كوؤنكو لپاره د جرمانې او زندان سزاګانې هم متعين كړې شوي دي۔