د سعودي عربستان لخوا پاكستان ته د 100 ټنه كھجورو وركولو دستوره

اسلام آباد۔27مارچ(اے پی پی) د سعودی عربستان لخوا پاكستان ته د كھجورې وركولو دستوره په سعودي سفارت كښې وشوه په كومه كښې چې سعودی سفیر نواف سعید المالکی او د کنګ سلمان هیومېنیټرین سېنټر ډائرېکټر ډاکټر خالد محمد العثمانی کھجورې پاكستانۍ انتظاميې ته وسپارلې۔ د ګل په ورځ د سعودي سفارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا 100 ټنه كھجورې پاكستان ته د كلن روايت روان ساتلو په توګه د سعودي حكومت لخوا وركړې شوې۔ سعودي حكومت پاكستاني وروڼو خوېندو ته د كجھورو په ډالۍ كولو خوشحاله دے۔ دا كھجورې د خادم الحرمېن الشريفېن په هدايت وركولے شي۔