کوئټه۔27مارچ(اے پی پی) د بلوچستان ګورنر ملك عبد الولي خان كاكړ د پخواني صوبائي محتسب واسع ترين په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل بيان كښې ده ووئيل د ارواښاد د قدر وړ خذمات به تر ډېرې مودې ياد ساتلې شي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔