معيشت سود څخه پاكولو له ټرانسفارميشن پلان حتمي پړاؤ څخه تيريږي٬ د خزانې وزير مملكت په قومي اسمبلۍ كښې ځواب

اسلام آباد۔27مارچ(اے پی پی) د خزانې وزير مملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا وئيلي دي چې موجوده حكومت د معیشت سود څخه د پاكولو عزم لري٬ په دې لړ كښې ټرانسفارمېشن پلان د تيارۍ حتمي پړاؤ څخه تېرېږي۔ د ګل په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د آسیه عظیم د پوښتنې په ځواب كښې ډاكټر عائشه غوث پاشا ووئيل د اېف بی آر د ریکارډ له مخې دا مهال په هېواد كښې 3161 غېر ملكي كمپنۍ موجود دي كومو كښې چې په كال 2021 كښې د 307 ارب او كال 2022 كښې د 340 اربه روپو سرمايه كاري وكړې شوه۔ د هېلت كارډ د لارې درملنو له مركز او صوبو خپل كردار ترسره كولو٬ د دې بجټ ډېر زيات شوے وو ٬ مونږ د دې ري ډیزائننګ كوؤ دغسې چې يوازې مستحقو وګړو ته د درملنو آسانۍ وركړې شي۔ د عالیه كامران د پوښتنې په ځواب كښې ډاکټرعائشه غوث پاشا ووئيل حكومت سود څخه د پاك معيشت عزم لري۔ د عدالت د پرېكړی له مخې مونږ له په 5 كلونو كښې معيشت سود څخه پاكول دي۔ په دې لړ كښې كمېټي جوړولو سره ټرانسفارمېشن پلان جوړولے شي۔ د مولانا عبد الاكبر چترالي د پوښتنې په ځواب كښې وزير مملكت ووئيل په دې كمېټۍ كښې د سټېټ بېنک، د خزانې وزارت او تجارتي بېنكونو استازي او علماﺀ كرام شامل دي۔ دې ووئيل سټېټ بېنك د سود شرح اقتصادي صورتحال ته پام كولو سره زياته كړې ده ٬ په دې معامله كښې د حكومت هېڅ كردار نه وي۔