د پيښور په بهادر كلے مروزئي سيمه كښې د چھت پريوتو پيښه ٬ د ميرمنې او 2 ماشومانو په شمول 6 كسان ژوبل

پېښور۔ 25 مارچ (اے پی پی) د پېښور په بهادر كلے مروزئي سيمه كښې د يو كور د چھت پرېوتو پېښې په نتيجه كښې د يوې مېرمنې او دوه ماشومانو په شمول 6 كسان ژوبل شوي دي۔ د رېسکیو 1122 پېشور له مخې په مروزئي بهادر كلي كښې د يو كور چھت پرېوتو ٬ په ابتدائي توګه د كور 6 كسان د چھت د ملبې لاندې ګېر شول په كومو كښی چې دوه ماشومان او يوه مېرمن شامل وه۔ د رېسكيو1122 ډلې د پېښې ځايې ته رسېدو سره كارروائي پېل كړه۔ د رېسکیو1122 اهلکارو ملبې څخه ژوبل راويستلو سره درملنو له روغتون ته منتقل كړل۔ په ژوبل شويو كښې 45 كلن رضوان ٬ 5 كلن رېحان الله ٬ 2 كلن زېن عمر ٬ 20 كلن شاهنواز ٬ 30 كلن حسېن عمر او 22 كلنه مسما شامل ده۔