د هيواد د سيمه ايز كلتور ساتونكو مورنو ژبو ته به وده وركول وي٬ ګورنر حاجي غلام علي

پېښور ۔24مارچ (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي چې د هېواد د سيمه ايز كلتور ساتونكې مورنۍ ژوبو ته وده وركول زيات ضروري دي٬ په ژبه د كوم هم قوم پېژندګلو كېږي او پاكستان يوه داسې ښكلې ګلدسته ده چرته چې يو شمېر ژبې وئيلې كېږي۔ په موجوده دور كښې د اردو ژبې تحفظ او و دې له به هم كردار ترسره كول وي٬ د دې خيالاتو څرګندونه ده د مورنۍ ژبو تحريك نمائنده پلاوي سره په ګورنر هاؤس كښې د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په پلاوي كښې حیات روغاني، جابر خان، لایبه یوسفزۍ، عصمت الله، زبیر توروالی، ګل رحمان همدرد او محمد زمان ساغر شامل وو. ملاقات كښې قومي ژبې اردو او سيمه ايزو ژوبل ته وده وركولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پلاوي ګورنر ته ووئيل چې په صوبه كښې 25 نه زياتې سيمه ايزې ژبې وئيلې شي په كومو كښې چې پښتو، هندکو، سرائیکی، کھوار، کوهستانی، شینا، ګوجری، توروالی، ګواربیتی، پالوله، دمیلی، کلاشه، ارمړی، وخی، مدګلشتی، کلکوټی، اوشوجو، مانکلیالی، بېټړی،کامویری، کتاویری، چھلیسو، پهاړی، سریقولی، یدغا او نورې ژبې شامل دي۔ دې ته د پام نه ګولو د لاسه دا په مزه مزه معدوم كېدو پلو روانې دي۔ پلاوي ووئيل مونږ د تېرو 20 كلونو راهېسې د دې سيمه ايزو ژبو تحفظ له كار كوؤ۔ پلاوي خواست وكړو چې د پښتو، هندکو، سرائیکۍ، کھوار او کوهستانی ژبې تدريس له دې د نصاب تياري او د استاذانو بھرتي باوري كړې شي۔ پلاوي سره خپلو خبرو كښې ګورنر ووئيل د پاكستان آئين د مورنۍ ژبو حق تسليموي۔ ده په صوبه كښې مورنۍ ژبو ته د هغې د آئيني حق وركولو په لړ كښې د خپل اړخه د بشپړې مرستې باور وركړو۔ ګورنر د مورنۍ ژبو تحريك سره تړلې د پلاوي د غړو هڅې هم وستائلې۔