کراچی۔23مارچ(اے پی پی)د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري او د اعلی وزير سيد مراد علي شاه د پاكستان ورځې په موقعه د قائد اعظم محمد علي جناح مزار ته حاضري وكړه۔ دوئي په مزار د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني يۍ وكړه۔ د سي اېم هاؤس لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د سندھ اعلی وزير سيد مراد علي شاه ته د پاكستان ورځې په موقعه د قائد اعظم مزار ته په راتلو صوبائي وزيرانو ٬ صلاحكارانو او چيف سېكتر هركلې ووې۔ د سندھ ګورنر ته هركلے د سندھ اعلی وزير ووې۔ وروستو دواړو د قائداعظم په مزار د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني يۍ وكړه۔ دوئي د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات هم درج كړل۔ په دې موقعه ميډيا سره خبرو كښې د سندھ اعلی وزير ووئيل نن مونږ د پاكستان ورځې په موقعه د قائد اعظم مزار ته راغلې يؤ٬ ده وئيل د سندھ اسمبلۍ ته دا اعزاز حاصل دے چې دې د پاكستان د قرارداد منظوري وركړې وه۔ ده ووئيل په سندھ كښې يو وارې بيا ترهګرۍ سر پورته كړې دې او مونږ له به يو موټې كېدو سره د دې مقابله كول وي۔ ده ووئيل په دې ورځ به مونږ له د كشميري ورونړا خوېندو ستړې هم ياد ساتل وي۔ ده ووئيل د رمضان المبارك په مياشت كښې مونږ د بېنظير انكم سپورټ پروګرام لاندې 7.8 ملین كورنيو ته دوه زره روپۍ د اوړو په مد كښې وركوؤ۔ ده ووئيل د چا نامه چې په بی آئی ایس پی كښې نشته هغه خپله نامه درج كولې شي۔