کراچی۔23مارچ(اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی په ايوان صدر كښې د سول ايوارډز وېش دستوره كښې د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري ته د خدمات عامه په څانګه كښې د ده د كوټلې هڅو په اعتراف كښې د تمغه امتیاز اعزاز وركړو۔ د ګورنر هاؤس سندھ څخه د جاري شوې اعلاميې له مخې كامران خان ټېسوري يو نوموړے كاروباري او مخير شخصيت دے۔ ده 9 وارې د غوره اېكسپورټرز ټرافي او درې وارې بزنس مېن آف دی ایئر ايوارډ ترلاسه كړے دے۔ دې سره سره ده ته يو وارې ګولډن سن آف دی کنټری اعزاز هم وركړے شوے دے۔ په دې موقعه وزيراعظم شهباز شريف د تمغه امتياز په ترلاسه كولو ده ته مباركي وركولو سره ووئيل دا ایوارډ ستا د خذماتو اعتراف دے۔ د سندھ ګورنر ووئيل د دې ايوارډ په ترلاسه كولو زه د پاك پروردګار زياته مننه كوم۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د صوبې د اولس خذمت لپاره به زه لا جوش او جذبې سره كار كوم۔