واشنګټن ۔29 اګست (اے پی پی) د امريكا خارجه وزير رېكس ټلرسن وئيلي چې خارجه وزارت كښې غوره كړې شوي خاص نمائندګان به خپلو چوكو څخه اخوا كولې شي۔ د المان ميډيا ترمخه امريكائي كانګرېس ته رېكس ټلرسن وئيلي چې ددوئي منصب ختمولو سره به د دوئي ذمه وارۍ د خارجه وزارت عملې ته سپارلې شي دې څخه وروستو به د ماحولياتي او ايران جوهري لوظنامې له غوره كړې شوې …
خارجه وزارت كښې غوره كړې شوي خاص نمائندګان به خپلو چوكو څخه اخوا كولې شي
واشنګټن ۔29 اګست (اے پی پی) د امريكا خارجه وزير رېكس ټلرسن وئيلي چې خارجه وزارت كښې غوره كړې شوي خاص نمائندګان به خپلو چوكو څخه اخوا كولې شي۔ د المان ميډيا ترمخه امريكائي كانګرېس ته رېكس ټلرسن وئيلي چې ددوئي منصب ختمولو سره به د دوئي ذمه وارۍ د خارجه وزارت عملې ته سپارلې شي دې څخه وروستو به د ماحولياتي او ايران جوهري لوظنامې له غوره كړې شوې خاص نمائندګان به هم اخوا كولې شي۔ په دې لړ كښې به افغانستان او پاکستان لپاره د خاص مندوب منصب هم ختم كړې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ددې خاص مندوبينو ختمولو غوښتنه يو شمېر امريكائي حلقې كوي









