د مير ضياﺀ الله لانګو د پاك پوځ د مشر آفيسر او ځوان په شهادت د افسوس څرګندونه

کوئټه۔22مارچ(اے پی پی) صوبائي داخله وزير مير ضياﺀ الله لانګو د پاك پوځ مشر آفيسر او د ځوان په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده۔ په خپل جاري كړي بيان كښې صوبائي داخله وزير ووئيل د دې ناوړه پېښې سخته غندنه كوم۔ ده ووئيل ځينې عناصر د امن هڅې له مينځه اوړل غواړي او دا ننۍ پېښه هم د دغې لړۍ يوه كړۍ ده۔ داخله وزير د شهيدانو غمجنيو كورنيو سره غمرازي كولو سره ووئيل د پاك پوځ افسرانو د خپلې خاورې حفاظت لپاره ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ده ووئيل ترهګر به كله هم خپلو ناوړه كارروائيو كښې كامياب نه شي۔ ده ووئيل د ترھګرو په ضد جنګ كښې د خپلو ځانونو قرباني وركوؤنكو ته ټول قوم پېرزوئنې وړاندې كوي