د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره نوي تعينات كړې شوي ستر سېكتر نديم اسلم چوهدري په ګورنر هاؤس كښې ملاقات

پېښور ۔22مارچ(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د خېبر پښتونخوا نوي ټاكلي شوي ستر سېكتر نديم اسلم چوهدري تېره ورځ په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ ګورنر د ذمه وارو په سنبالولو ستر سېكتر ته مباركي وركړه او ده لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې په صوبه كښې په ګډ ګورننس ٬ انتظامي چارو ٬ په ضم شويو ضلعو كښې د اولسي ګتې په روانو پرمختيائي منصوبو ٬ د ضلعي انتظاميې په ذمه وارو او كاركردګۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د روژې مباركې مياشتې په مهال اولس ته د څيزونو په ارزانه بيعه رسولو او په ګرانۍ قابو موندلو له د ضلعي انتظاميې په متحرك كولو هم خبرې وشوې۔