
پېښور۔22مارچ(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نګران وزيراعلی محمد اعظم خان ټولو قوم او په خاص توګې د خپلې صوبې اولس ته د پاكستان ورځې خوشحالۍ په موقعه مباركي وركولو سره وئيلي دي د نن نه 83 كاله آګاهو د سوئيلي آسيا مسلمانانو د يو آزاد اسلامي رياست جوړولو متفقه پرېكړه كړې وه۔ د پاكستان جوړېدل د اوږدو هڅو ٬ زياتې خوارۍ او سترو قربانيو ثمره ده۔ مونږ په دې ورځ د خپل ګران هېواد جوړولو له د خپلو مشرانو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل پاكستان يو عظيم او په حقيقي معنو كښې اسلامي فلاحي رياست جوړولو له به هر وګړي له د خپلې برخې كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل نن د دې لوظ د پخلي ورځ ده چې مونږ به خپل ذاتي ٬ سياسي او هر ډول اختلافات يو اړخ ته كولو سره د هېواد عظيم جوړولو له خپل شخصي او اجتماعي كردار ترسره كوؤ۔