اړونده ضلعی انتظامیه او د ریلیف ادارې دې د زلزله ځپليو سمدستي مرسته باوري كړي٬ د خېبر پښتونخوا نګران وزیراعلی

پېښور 22 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا نګران وزیراعلی محمد اعظم خان د صوبې په بيلو سيمو كښې د زلزلي له امله په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كړې ده۔د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې نګران وزیراعلیٰ د زلزله ځپليو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره غمرازي ښكاره كړه۔ وزیر اعلی په پېښه كښې د حق رسيدليو بخښني او غمجنو كورنيو له د زغم دعا اوكړه۔ده ووئيل د زلزلې له امله په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كوو، نګران صوبائی حکومت د زلزله ځپليو په غم كښې برابر شريك دے۔ ده ووئيل صوبائی حکومت به د ځپليو هره ممكنه مرسته كوي۔ وزیراعلی سپارښتنه وكړه چې اړونده ضلعی انتظامیه او د ریلیف ادارې دې ځپليو له سمدستي مرسته وركول باوري كړي دغسې د زلزلې د لاسه د ژوبل شويو كسانو غوره طبی مرسته دې هم باوري كړې شي