د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله د اطلاعات وزير د حوېلو تحصيل چيئرمېن د وژنې غندنه وكړه

پېښور21مارچ(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله د اطلاعات وزير بېرسټر فيروز جمال شاه كاكاخيل د حوېلو تحصيل چيئرمېن عاطف منصف خان په وژنه د افسوس څرګندونه كړی۔تېره ورځ په خپل بيان كښې د خېبرپښتونخوا د اطلاعات نګران صوبائي وزير وئېلي دي د منتخب اولسي استازي د وژنې سخته غندنه كوو٬عاطف منصف خان او د هغه د ملګرو بخښنې لپاره لاس په دعا يو۔ده ووئيل پوليس د دې افسوس ناكه پیښې پلټنې پېل كړې دي