د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله وزيراعلٰی محمد اعظم خان د حوېلو تحصيل چيئرمېن پشمول د 11 كسانو د وژنې غندنه وكړه

پیښور 21مارچ(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله وزيراعلٰی محمد اعظم خان اېبټ آباد كښې د حوېلو تحصيل چيئرمېن عاطف منصف خان پشمول د 11 كسانو د وژنې غندنه كولو سره په قاتلانه بريد كښې په بشري ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې ۔تېره ورځ خپل بيان كښې د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره غمرازي او د يووالي څرګندونه كړې ۔دغسې نګران وزيراعلٰی پوليس ته په قاتلانه بريد كښې د ككړو عناصرو سمدستي نيولو لپاره د ضروري كاروائۍ هدايت هم كړے