د روژې مباركې مياشت ليدلو لپاره د رويت هلال كمېټۍ غونډه (نن)په پېښور كښې كېږي

پیښور 21مارچ(اے پی پی) د روژې مباركې مياشت ليدلو لپاره د رويت هلال كمېټۍ غونډه به(نن)د شورو په ورځ پېښور كښې كېږي۔د غونډې مشري به د مركزي رويت هلال كمېټۍ چيئرمېن مولانا سيد محمد عبدالخبیر آزاد كوي او د زونل او ضلعي هلال كمېټو غونډې به په خپل اړوندو ځايونو كېږي۔د اسلام آباد زونل رويت هلال كمېټۍ غونډه به د مذهبي چارو وزارت كښې كېږي۔د ټول هېواد څخه ترلاسه كېدونكو شهادتونو تر مخه د مياشتې د رويت اعلان د مركزي رويت هلال كمېټۍ چيئرمېن مولانا سيد محمد عبدالخبير آزاد كوي