پاك پوځ د هېواد د سرلوړۍ او سلامتيا ضامن دے٬ اسد قېصر

پېښور ۔ 21 مارچ (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف لارښود او د قامي اسمبلۍ پخواني سپيكر اسد قېصر وئيلي دي پاكستان تحريك انصاف كله هم د پوځ په ضد د منفي پروپېګنډې برخه نه دے پاتې شوے۔ تېره ورځ په خپل ټويټ كښې ده ووئيل پاك پوځ د هېواد د سرلوړۍ او سلامتيا ضامن دے۔ ده زياته كړه چې مونږ د پاكستان پوځ مضبوط ليدل غواړؤ۔ ده ووئيل د پاكستان هرې يوې ادارې له به د خپلې آئيني او قانوني ادارې دننه خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي