د پارليمان شريكه غونډه به د شورو په ورځ كېږي٬د عملې رخصتي منسوخ كړے شوې

اسلام آباد 21مارچ(اے پی پی)د مجلس شوریٰ(پارليمنټ)شريكه غونډه به(نن)د شورو په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې كېږي۔د قامي اسمبلۍ وياند له مخې د پارليمان شريكې غونډې پيش نظر قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ ټول دفترونه به د معمول له مخې پرانستې وي۔په ايوان صدر كښې د مارچ په 23مه نېټه د دستورې كولو تر مخه د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د مارچ 21مه او 22مه وركړی شوې رخصتي منسوخ كړے شوې۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ ټول ملازمين به (نن) خپله حاضري د معمول له مخې باوري كوي