د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت سبا د’’وزیراعظم یوتھ ډوېلپمنټ انېشېټوز‘‘ رسمي پېل كوي٬ د معاشي ستونزو باوجود حكومت د ځوانانو خېر ښېګړې له اقدامات كوي ٬ پروفېسر احسن اقبال

اسلام آباد۔20مارچ (اے پی پی) د هېواد ځوانان په خپلو پښو اودرولو او دوي د زده كړو په كالو سنګارولو له د وزيراعظم شهباز شريف د وژن لاندې د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزارت سبا د نهې په ورځ د وزیراعظم یوتھ ډوېلپمنټ انېشېټوز په باقاعده توګه پېل كوي۔ په 15 مېګا یوتھ ډوېلپمنټ انېشېټوز كښې بااختیار نوجوان انټرن شپ پروګرام، د وزیراعظم یوتھ لېپ ټاپ پروګرام، د بلوچستان او پخوانۍ فاټا زده كوؤنكو لپاره 5000 وظيفې ، 75 نېشنل ټاپ ټېلنټ سکالرشپ پروګرام، د سیرت چیئرز جوړول ٬ د پاکستان په كم پرمختګ كړو ضلعو كښې د پبلك سېكټر پوهنتونو ذېلي كېمپسز جوړول ، یوتھ سکلز ټرېننګ پروګرام، ینګ ډویلپمنټ فیلوشپ پروګرام، 7 سېنټرز آف ایکسی لېنس، پاکستان انوویشن فنډ ېنګ ډوېلپمنټ لیډر ایوارډ، د پاکستان 20 تر ټولو بې وزله ضلعو پرمختګ لپاره خاص پرمختيائي سكيم ٬ په ګرد هېواد كښې د ینګ پیس اېنډ ډوېلپمنټ کور پروګرام او 250 منی اسپورټس کمپلېکس شامل دي۔ وفاقي وزير ووئيل په كال 2022 كښې مې د وزارت ذمه وارۍ سنبالولو سره سمدستي د دې اقداماتو عملي كولو له په زړه پورې كردار ترسره كړو چې په نتيجه كښې يۍ حكومت د دې منصوبه په باقاعده توګه پېل كوي۔ ده ووئيل د وزيراعظم بااختیار نوجوان انټرن شپ پروګرام د پاكستان تر ټولو لوي انټرن شپ پروګرام دے چې مقصد يۍ ځوانان په خپلو پښو اودرول دي۔ دا پروګرام د ګرد هېواد ګرېجویټس ته 60,000 بامعاوضه انټرنشپ وركوي